- مطابق
(ژباړه)
سره له دې چې د هند د نیمې وچې مسلمانان د بریتانوي استعمارګرانو تر اشغال لاندې وو، کله چې د خلافت د نړېدو نښې په افق کې څرګندې شوې، د ملاتړ لپاره یې خپل ټول وس وکاراوه. د ۱۹۱۹م کال د سپټمبر پر ۲۱مه، د هند مسلمانانو د لکنهو په ښار کې د خلافت په ملاتړ او د هغه د وېشلو په مخالفت کې یو کنفرانس جوړ کړ. د دغه کنفرانس له لارې اعلان وشو:
«د ترکیې پلان شوی وېش، د عثماني امپراتورۍ له بېلابېلو برخو څخه د یو شمېر وړو حکومتونو جوړول او د غیرمسلمو ځواکونو تر قیمومیت لاندې د هغو راوستل، د خلافت په چارو کې یوه له زغمه وتلې لاسووهنه ده او د اسلامي نړۍ په کچه به د دوامداره ناخوښۍ او نا آرامۍ تخم وکرل شي.»
د ۱۹۱۹م کال د اکټوبر پر ۱۷مه «د خلافت ورځ» اعلان شوه، ترڅو خلک د خلافت ساتنې او ملاتړ ته وبلل شي. په اردو ژبه کې «خلافة» ته «خلافت» وایي. د مسلمانانو ترمنځ «د خلافت کمېټې» جوړې شوې، د خلافت کنفرانسونه ترسره شول او د خلافت د ژغورلو لپاره مالي مرستې ټولې شوې. همدا راز «د خلافت روپۍ» خپره شوه چې د قرآن کریم یو شمېر مبارک آیتونه په ژباړل شوې بڼه پرې نقش شوي وو او د «الخلافت» په نوم یوه مجله هم خپره شوه. وروسته، کله چې ترکي ملتپال مصطفی کمال د خلافت د ړنګولو لپاره وروستۍ هڅه وکړه او د ۱۹۲۴م کال د مارچ پر ۳مه یې خلافت لغوه کړ، د هند د نیمې وچې مسلمانان سخت غوسه شول. د ۱۹۲۴م کال د مارچ پر ۹مه مسلمانان راټول شول، ترڅو د خلافت د ساتلو لپاره فعالیتونه تنظیم کړي او یو لیک یې واستاوه چې په کې خبرداری ورکړل شوی و چې د خلافت لغوه کول «د ناوړه طمعو لپاره لاره پرانیزي.» همدا راز یوه اعلامیه خپره شوه چې له مسلمانانو یې غوښتل چې د جمعې په لمونځونو کې د ګوښه شوي دویم خلیفه عبدالمجید نوم یاد کړي.
اې د هند د نیمې وچې مسلمانانو! اې د پاکستان، بنګله دېش او هند مسلمانانو! د خلافت نړېدو په حقیقت کې د هغو شومو موخو لپاره لاره پرانیسته چې زموږ هوښیار او پوه پلرونو او نیکونو یې په اړه خبرداری ورکړی و. د دې پر ځای چې ټول اسلامي امت د خلافت د یوه ځواکمن او واحد دولت تر سیوري لاندې ژوند وکړي، زموږ ځمکې په لسګونو وړو او وېشل شویو دولتونو ووېشل شوې، تر دې چې د دغو ځینو دولتونو نفوس ان د یوه ښار تر نفوس هم کم دی! کافر غرب وروسته له دې چې زموږ خاورې یې لږ مهال د قیمومیت او واکمنۍ له لارې په مستقيمه توګه اداره کړې، داسې حاکمان یې واکمن کړل چې د دوی د ګټو ساتونکي وي؛ ترڅو په دې توګه، له مستقیم حضور پرته، له لېرې څخه پر موږ تسلط ولري.
همدا راز، د غرب ګوډاګیانو په غربي دولتونو پورې تړلو شرکتونو ته لاره هواره کړه، ترڅو زموږ سترو اقتصادي سرچینو او بازارونو ته په اسانۍ لاسرسی ومومي؛ په داسې حال کې چې زموږ ځوانان یا له بېکارۍ سره لاس او ګرېوان دي او یا د روزۍ د موندلو لپاره لېرې خاورو ته پر خطرناکو لارو سفر کولو ته اړ کېږي.
د غرب ګوډاګیانو له استعمارګرانو سره پوځي تړونونه هم کړي؛ په داسې بڼه چې زموږ پوځونه د «ترورېزم پر وړاندې د مبارزې» په نوم د هغوی د موخو د خوندي کېدو په چوپړ کې دي. حاکمانو زموږ د پوځونو لاسونه تړلي او د فلسطین، مسجد الاقصی او همدا شان د اشغال شوي کشمیر د آزادولو لپاره د هغوی د خوځېدو پر وړاندې خنډ شوي دي.
دغه حاکمان له قرآن کریم او د رسول الله صلی الله علیه وسلم له سنتو څخه استنباط شوي شرعي احکام نه پلي کوي؛ بلکې د کفر په قوانینو لکه؛ سېکولرېزم، لېبرالېزم، ډیموکراسۍ او ناسیونالېزم (ملتپالنې) حکومت کوي؛ په داسې حال کې چې هغه کسان چې د اسلام حاکمیت ته دعوت کوي، هغوی ځوروي، څاري، نیسي، تښتوي، شکنجه کوي او ان تر دې چې شهیدانوي یې.
دا ټول مصیبتونه هغه پایلې دي چې په همدې دنیا کې د مسلمانانو غاړو ته لوېدلي دي؛ خو د آخرت د پایلو په اړه د ټولو مسلمانانو لپاره د یوه خلیفه ټاکل پر امت شرعي فریضه ده. له ابو هریره رضی الله عنه څخه روایت دی چې رسول الله صلی الله علیه وسلم فرمایلي دي:
«كَانَتْ بَنُو إِسْرَائِيلَ تَسُوسُهُمُ الأَنْبِيَاءُ، كُلَّمَا هَلَكَ نَبِيٌّ خَلَفَهُ نَبِيٌّ، وَإِنَّهُ لا نَبِيَّ بَعْدِي، وَسَيَكُونُ خُلَفَاءُ فَيَكْثُرُونَ»
ژباړه: د بني اسرائيلو رهبري او سرپرستي پیغمبرانو کوله؛ هر کله به چې یو پیغمبر وفات شو، بل پیغمبر به د هغه ځایناستی شو. خو له ما وروسته هېڅ پیغمبر نشته او له ما وروسته به خلفاء وي او شمېر به یې ډېر وي.
صحابوو وپوښتل: نو موږ ته څه امر کوئ؟ ویې فرمایل:
«فُوا بِبَيْعَةِ الأَوَّلِ فَالأَوَّلِ، أَعْطُوهُمْ حَقَّهُمْ، فَإِنَّ اللَّهَ سَائِلُهُمْ عَمَّا اسْتَرْعَاهُمْ». (رواه البخاري ومسلم)
ژباړه: د لومړي خلیفه او بیا په ترتیب سره د نورو خلفاوو بیعت ته ژمن پاتې شئ او د هغوی حق ادا کړئ؛ ځکه الله (سبحانه وتعالی) بې له شکه له هغوی څخه د هغو کسانو په اړه پوښتنه کوي چې د دوی تر سرپرستۍ لاندې دي.
ابن حجر عسقلاني په خپل کتاب «فتح الباري شرح صحیح البخاري» کې د دغه حدیث په شرحه کې وایي: «د حدیث مانا دا ده چې کله له یوه خلیفه سره له بیعت وروسته له بل خلیفه سره هم بیعت وشي، لومړی بیعت صحیح دی او وفاداري ورته واجبه ده؛ خو دویم بیعت باطل دی.»
امام نووي هم په «شرح صحیح مسلم» کې د الاماره په باب کې وایي: «د دغه حدیث مانا دا ده چې که له یوه خلیفه سره له بیعت وروسته له بل خلیفه سره بیعت وشي، لومړی بیعت صحیح دی او وفاداري ورته واجبه ده؛ خو دویم بیعت باطل دی، وفاداري ورته حرامه ده او د دویم کس لپاره د خلافت غوښتنه هم حرامه ده؛ که هغو کسانو چې له ده سره بیعت کړی، د لومړي خلیفه له بیعت څخه خبر وي او که نه. همدا راز که دواړه په یوه ښار کې هم وي او یا په دوو بېلو ښارونو کې؛ توپیر نه کوي چې که چېرې یو د لومړي امام د استوګنې په ځای کې وي او بل په بل ځای کې.»
نو د دغه وضعیت پایلې به په آخرت کې زموږ لپاره څه وي؟ د دې پر ځای چې یو خلیفه ولرو چې د اسلام پر بنسټ پر موږ حکومت وکړي، اوس په لسګونو حاکمان لرو چې د کفر په قوانینو پر موږ حکم چلوي. نو راځئ چې د دنیا او آخرت د بریا ترلاسه کولو لپاره، د حزب التحریر له ځوانانو سره یوځای د نبوت پر منهج د خلافت د بېرته قایمولو لپاره هڅې وکړو!
لیکوال: مصعب عمير
ژباړه: بهیر «ویاړ»




