جمعه, ۰۸ ربیع الاول ۱۴۴۸هـ| ۲۰۲۶/۰۸/۲۱م
ساعت: مدینه منوره
Menu
القائمة الرئيسية
القائمة الرئيسية

pr header

 

 

هجری قمری نېټه :     7 ربیع الاول 1448

میلادی نېټه :     جمعه, 14 آګست 2026 م

شمیره:      ۰۲۸/ ۱۴۴۸

مطبوعاتی دفتر

مطبوعاتي اعلامیه
په غزه کې ډوډۍ ګټونکې ښځه؛ د کورنۍ د سرپرستۍ او ژوندي پاتې کېدو ترمنځ

(ژباړه)


د فلسطین د سیاسي مطالعاتو مرکز په یوه څېړنه کې څرګنده کړې چې پر غزه تړانګه روانې جګړې د ډوډۍ ګټونکو ښځو د پدیدې د بې‌ساري پراخېدو لامل شوې ده؛ ځکه د جګړې له امله له ۲۲ زرو څخه ډېرې ښځې کونډې شوې او اوس د خپلو کورنیو د نفقې برابرولو او سرپرستۍ مسولیت پر غاړه لري.

دغه مرکز په یوه تحلیلي پاڼه کې، چې «په غزه تړانګه کې ډوډۍ ګټونکې ښځه؛ د جګړې اقتصاد او د ټولنیز فقر بیا تولید» تر سرلیک لاندې خپره شوې ده، څرګنده کړې ده چې د جګړې له امله د کورنیو د سرپرستانو له لاسه ورکول د فلسطیني کورنیو په جوړښت کې د ژورو بدلونونو لامل شوي دي. په همدې حال کې، لسګونه زره ماشومان د خپلو والدینو له ډلې د یوه تن له لاسه ورکولو له پایلو سره مخ دي. له همدې امله، ښځې اړې شوې دي چې څو اړخیز مسولیتونه پر غاړه واخلي؛ له یوې خوا د کورنۍ اقتصادي اړتیاوې پوره کړي او له بلې خوا په داسې سختو شرایطو کې د خپلو کورنیو پالنه او سرپرستي وکړي چې بهرني مرستندویه ملاتړ په بشپړ ډول بند شوی دی. دغه وضعیت پر ښځو اقتصادي، رواني او ټولنیز فشارونه لا زیات کړي دي.

میداني معلومات او ارقام د هغه ناورین بېلابېل اړخونه په ډاګه کوي چې په غزه تړانګه کې ښځې ورسره مخ دي. احصایې ښيي چې څه باندې ۶۰۲۰ کورنۍ په بشپړ ډول له منځه تللې دي، چې په ډېرو مواردو کې یوازې یو تن ترې ژوندی پاتې شوی او هغه هم ډېری وخت ښځه یا ماشوم وي. سربېره پر دې، شاوخوا ۲۷۰۰ کورنۍ په بشپړ ډول له منځه تللې دي. د لسګونو زرو مېړونو وژل کېدل او نیول کېدل هم د دې لامل شوي چې د هغوی مېرمنې د خپلو کورنیو یوازینۍ نفقه برابروونکې او سرپرستې شي؛ هغه هم په داسې بې‌ساري سختو بشري او اقتصادي شرایطو کې چې د ژوند لومړنۍ اړتیاوې یې لا هم له جدي ستونزو سره مخ دي.
شته معلومات همداراز ښيي چې په غزه کې لسګونه زره کونډې ښځې شته او لږ تر لږه ۵۳،۷۲۴ ماشومانو له خپلو والدینو څخه یو تن له لاسه ورکړی، چې ډېری یې پلرونه دي. سربېره پر دې، ۲،۵۹۶ ماشومانو خپل دواړه والدین له لاسه ورکړي دي.

تازه اټکلونه ښيي چې په غزه کې اوس مهال د څه باندې ۵۸،۶۰۰ کورنیو سرپرستي د ښځو پر غاړه ده، چې د ټولو کورنیو نږدې ۱۴ سلنه جوړوي. دا وضعیت ښيي چې ښځې نور یوازې په کورنۍ کې فعالې غړې نه دي، بلکې په پراخه کچه د کورنیو د پرېکړو پر اصلي محور هم بدلې شوې دي. خو دا بدلون د باثباته او له امکاناتو برخمن ځواکمنتیا په پایله کې نه دی رامنځته شوی؛ بلکې د پراخې بې‌ځایه کېدنې، د ټولنیزو او ملاتړو شبکو د له منځه تلو او د اقتصادي امنیت د نشتوالي په داسې چاپېریال کې رامنځته شوی چې له بېلابېلو کړاوونو ډک دی.

همداراز، ډوډۍ ګټونکې ښځې د بې‌ځایه کېدو او بې‌ثباتۍ له لوړ خطر سره مخ دي. احصایې ښيي چې د هغو کورنیو ۸۸ سلنه، چې سرپرستي یې د ښځو پر غاړه ده، بې‌ځایه شوې دي؛ په داسې حال کې چې په نورو کورنیو کې د بې‌ځایه کېدو کچه ۷۷ سلنه ده.

دغه ارقام د کورنیو په دودیز جوړښت کې د پراخ بدلون او ښځو ته د ژوند د لګښتونو د برابرولو د مسوولیت د جبري لېږد ښکارندويي کوي؛ هغه بدلون چې د ډوډۍ ګټونکې ښځې پدیده یې له انفرادي او محدودو حالتونو څخه پر یوې پراخې او اغېزمنې ټولنیزې پدیدې بدله کړې ده.

سربېره پر دې، په غزه کې اقتصادي فعالیت هم نږدې له منځه تللی دی. اټکلونه ښيي چې په ۲۰۲۵ کال کې د بېکارۍ عمومي کچه شاوخوا ۶۸ سلنې ته رسېدلې، په داسې حال کې چې د کار په بازار کې د ګډون کچه شاوخوا ۲۵ سلنې ته راټیټه شوې ده؛ دغه کچه له جګړې وړاندې نږدې ۴۰ سلنه وه. اقتصاد هم په بېلابېلو تولیدي برخو کې د نږدې بشپړ پاشل کېدو له حالت سره مخ دی.

دغه وضعیت په دې مانا دی چې د کار بازار نور د کاري فرصتونو د رامنځ ته کولو او یا د نوي کاري ځواک د جذبولو لازم ظرفیت نه لري. له همدې امله، د ډوډۍ ګټونکې ښځې ستونزه نور یوازې د کار موندلو په مانا نه ده؛ بلکې په اصل کې د کار بازار له جدي کمزورتیا او نږدې له منځه تلو سره مخ دی.

شته ارقام د کار بازار په جوړښت کې له سختې ګډوډۍ هم پرده پورته کوي؛ د ښځو د بېکارۍ کچه ۹۲ سلنې ته رسېدلې، په داسې حال کې چې د دوی اقتصادي مشارکت یوازې ۱۷ سلنه دی. همداراز، د هغو کورنیو ونډه چې ښځې یې سرپرستې دي، له جګړې وړاندې له ۱۲ سلنې څخه د جګړې پر مهال ۱۸ سلنې ته لوړه شوې ده.

دغه وضعیت یو څرګند تناقض رامنځ ته کوي؛ له یوې خوا د ښځو اقتصادي مسولیتونه زیاتېږي، خو له بلې خوا کار او د عاید سرچینو ته د هغوی د لاسرسي فرصتونه ورځ تر بلې کمېږي.

دا هغه ارقام او احصایې دي چې د دغو ښځو د پرله‌پسې کړاوونو یوازې یوه برخه راڅرګندوي؛ هغه کړاوونه چې تر اوسه یې د پای ته رسېدو لپاره په افق کې هېڅ روښانه حل‌لاره نه ترسترګو کېږي. دوی له داسې سخت او ستونزمن ژوند سره مخ دي چې د یوه انساني او عزتمند ژوند له ډېرو لومړنیو اړتیاوو او حقونو څخه یې بې‌برخې کړې دي؛ داسې ژوند چې پکې د دوی رول له ماشومانو د روزنې او پالنې څخه د هغوی د ژوندي ساتلو او د بقا د هڅو تر کچې بدل شوی دی.

د دغو ښځو ډېری اوس په زړو خېمو یا ویجاړو شویو کورونو کې ژوند کوي؛ په داسې ځایونو کې چې د ورځني ژوند له ډېرو لومړنیو اړتیاوو، لکه اوبو، برېښنا، ګازو او روغتیايي اسانتیاوو، بې‌برخې دي. ان هغوی د غمرازۍ او د خپل غم د څرګندولو له فرصت څخه هم بې‌برخې دي؛ ځکه اړې دي خپل احساسات یوې خوا ته کړي او خپل ماتم او غم تر نامعلومې مودې وځنډوي، څو خپلو ماشومانو ته پاملرنه وکړي او د هغوی د پلرونو تشه ډکه کړي چې یا وژل شوي او یا هم اسیران شوي دي.

دغه ټول وضعیت پر ښځو له رواني، جسمي، اقتصادي او ټولنیز پلوه درانه او ژور اغېزونه لري. دا هر څه او تر دې هم زیات، په داسې حال کې ترسره کېږي چې نړۍ په خپلو شخړو او ستونزو کې بوخته ده او فیمینیسټي ټولنې داسې ژور سکوت غوره کړی چې ګواکې د اسلام، د هغه د احکامو او شریعت پر ضد له برید پرته، له دغه خوبه نه راویښېږي.

نو اې مسلمانانو! د هغو ښځو لپاره چې ستاسو ګران رسول صلی‌الله‌علیه‌وسلم، د حجة‌الوداع په خطبه او خپلو ګڼو احادیثو او وصیتونو کې د هغوی د حقونو او درناوي په اړه تاسو ته سپارښتنه کړې ده، د کوم بل ناورین په تمه یاست؟!

ایا د لسګونو زرو قربانیانو د بېلابېلو ډولونو کړاوونو او مصیبتونو شتون هم په تاسو کې د حرکت او اقدام احساس نه راپاروي؟ ایا دومره بې‌پروا شوي یاست چې د ډبرې په څېر، بلکې تر ډبرې هم سخت زړي شوي یاست؟ او ایا له هغو کسانو څخه ګرځېدلي یاست چې دغه آیت شریف پرې صدق کوي؟

﴿ثُمَّ قَسَتْ قُلُوبُكُم مِّن بَعْدِ ذَٰلِكَ فَهِيَ كَالْحِجَارَةِ أَوْ أَشَدُّ قَسْوَةً وَإِنَّ مِنَ الْحِجَارَةِ لَمَا يَتَفَجَّرُ مِنْهُ الْأَنْهَارُ وَإِنَّ مِنْهَا لَمَا يَشَّقَّقُ فَيَخْرُجُ مِنْهُ الْمَاءُ وَإِنَّ مِنْهَا لَمَا يَهْبِطُ مِنْ خَشْيَةِ اللَّهِ وَمَا اللَّهُ بِغَافِلٍ عَمَّا تَعْمَلُونَ﴾ [البقرة: 74]

ژباړه: خو د دغه ډول نښو نښانو له ليدلو وروسته هم په پای کې ستاسو زړونه سخت شول، د تيږو په څېر، بلکې له هغو هم سخت، ځکه ځینې داسې تيږې هم شته چې له هغو څخه چینې راووځي، بهېږي؛ ځینې چوي او اوبه ترېنه راووځي او ځینې د الله له وېرې لړزېږي رالوېږي. الله ستاسو له کړو وړو څخه ناخبره نه دی.

 

 د حزب التحريرـ مرکزي مطبوعاتي دفتر د ښځو برخه

۱۴۴۸ هـ.ق کال، د ربیع الاول ۱

۲۰۲۶م کال، د اګست ۱۴مه

د صدور ګڼه: ۰۲۸/ ۱۴۴۸

ژباړن: اسرار تکل

نظر ورکړئ

اسلامي خاورې

اسلامي خاورې

غربي هېوادونه

ټول لینکونه

د پاڼې برخې