- مطابق
(ژباړه)
هغه غوره امت ته چې د بشر د لارښوونې لپاره راایستل شوی... هغه اسلامي امت ته چې الله سبحانه وتعالی د خپلې بندګۍ د مقام په ورکولو عزت ورکړی ...
هغو درنو دعوتګرانو ته چې د عزیز او حکیم ذات له ذکر څخه یې نه تجارت غافلوي او نه سوداګري...
هغو درنو لیدونکو ته چې دې پاڼې ته د هغه خیر په لټه راځي چې وړاندې کوي یې ...
السلام علیکم ورحمة الله وبرکاته،
الحمد لله رب العالمين، والصلاة والسلام على رسول الله، وعلى آله وصحبه ومن تبعهم بإحسان إلى يوم الدين.
له الله سبحانه وتعالی څخه غواړم چې د مسلمانانو روژې او قیام قبول کړي، زموږ ټول تېر ګناهونه وبښي؛ لکه څنګه چې رسول الله ﷺ فرمايلي دي: په هغه حدیث کې چې امام بخاري او امام مسلم دواړو د ابوهریره رضي الله عنه په روایت راوړی دی؛ چې وایي: رسول الله ﷺ وفرمایل:
«مَنْ صَامَ رَمَضَانَ، إِيمَانًا وَاحْتِسَابًا، غُفِرَ لَهُ مَا تَقَدَّمَ مِنْ ذَنْبِهِ»
ژباړه: څوک چې د ایمان او د الله له لوري د اجر په نیت روژه ونیسي، د هغه پخواني ګناهونه بښل کېږي.
او په بل روایت کې له ابوهریره رضي الله عنه څخه روایت دی چې رسول الله ﷺ وفرمایل:
«مَنْ قَامَ رَمَضَانَ إِيمَانًا وَاحْتِسَابًا، غُفِرَ لَهُ مَا تَقَدَّمَ مِنْ ذَنْبِهِ»
ژباړه: څوک چې د ایمان او د الله له لوري د اجر په نیت د رمضان قیام وکړي، د هغه پخواني ګناهونه بښل کېږي.
ګرانو او درنو وروڼو او خویندو! د هجرت د دویم کال له شعبان میاشتې راهیسې الله سبحانه وتعالی د رمضان میاشتې روژه فرض کړه. دا هغه میاشت ده چې الله سبحانه وتعالی پکې قرآن نازل کړ:
﴿شَهْرُ رَمَضَانَ الَّذِي أُنْزِلَ فِيهِ الْقُرْآنُ هُدًى لِلنَّاسِ وَبَيِّنَاتٍ مِنَ الْهُدَى وَالْفُرْقَانِ﴾ [بقره : ۱۸۵]
ژباړه: «رمضان هغه میاشت ده چې قرآن پکې نازل شوی؛ هغه قران چې د خلکو لپاره هدایت او د هدایت روښانه نښې دي او د حق او باطل بېلوونکی دی.»
همدا هغه میاشت ده چې الله سبحانه وتعالی پکې امت ته سترې بریاوې او څرګند فتوحات ورپه برخه کړي دي. د بدر ستره غزا د رمضان په ۱۷مه وشوه، چې د مکې مشرکان پکې په بشپړه توګه مات شول... بیا په همدې مبارکه میاشت کې نورې مهمې جګړې هم وشوې؛ د هجرت په ۸ام کال کې د رمضان په ۲۰مه د مکې فتحه پیل شوه؛ وروسته د البویب (چې اوس د کوفې ښار ته نږدې سیمه ده) جګړه وشوه چې د فارس یرموک بلل کېږي، دا جګړه د هجرت په ۱۳ام کال د رمضان په ۱۲مه د مثنی رحمهالله تر مشرۍ لاندې وشوه او مسلمانان پکې بریالي شول؛ بیا د هجرت د ۲۲۳ کال د رمضان میاشتې په ۱۷مه د المعتصم په مشرۍ عموریه ښار فتحه شو؛ او د هجرت د ۶۵۸ کال د رمضان په ۲۵مه د عین جالوت جګړه وشوه چې تاتاریانو پکې له مسلمانانو څخه سخته ماتې وخوړله... او په دې مبارکه میاشت کې ګڼې نورې بریاوې هم تر لاسه شوې دي.
نو روژه له قرآن کریم سره تړل شوې ده؛ له هغه قرآن سره چې نه له مخې او نه له شا باطل ورتلای شي... روژه له څرګندو فتوحاتو او بریاوو سره مل شوې ده... روژه له جهاد سره یو ځای شوې ده... روژه د الله سبحانه وتعالی د احکامو له تطبیق سره تړل شوې ده... او هر د بصیرت خاوند پوهېږي چې د الله سبحانه وتعالی احکام له یو بل څخه نه شي جلا کېدای؛ که هغه عبادات وي، که جهاد وي، که معاملې وي، که اخلاق او سلوک وي، او که جنایات او حدود وي... دا ټول له یوې سرچینې راوتلي احکام دي. څوک چې د قرآن کریم آیتونو او نبوي احادیثو ته ژور وګوري، ویني چې دا حقیقت څرګند بیان شوی دی. نو اسلام یو نه بېلېدونکی بشپړ نظام دی، او دعوت یې یو واحد دعوت دی چې باید په دولت، ژوند او ټولنه کې تطبیق شي. هر څوک چې د الله سبحانه وتعالی د آیتونو ترمنځ تفکیک کوي، او له ژوند یا سیاست څخه د دین جلاوالي ته بلنه کوي، ستره ګناه او جنایت یې کړی چې انسان په دنیا کې د رسوایۍ او په آخرت کې دردناک عذاب پر لوري بیایي.
اې مسلمانانو! زه په دغو ورځو کې تاسو ته دا ټول حقیقتونه در یادوم؛ داسې ورځې چې په غزه او لوېدیځه غاړه کې د یهودي وحشي تېري لړۍ روانه ده او ان تر لبنان او شام پورې غځول شوې... هلته دا وحشي یهود په اسلامي خاورو کې ازادانه ګرځي او له هیڅ کوم حقیقي مقاومت سره نه مخ کېږي. د دې پر ځای چې حکام د یهودي رژيم پر ضد مبارزې لپاره د مسلمانانو پوځونه او لښکرې راوباسي او د فلسطین سپېڅلې خاوره ازاده کړي؛ برعکس، وینو چې همدا حکام له یهودي رژيم سره یو په بل پسې تړونونه لاسلیکوي؛ آن دا چې طاغوت ټرمپ هغوی سره راټولوي چې سپک او ذلیل یې کړي؛ دا حکام نه له الله سبحانه و تعالی شرم کوي، نه له رسول ﷺ او نه له مؤمنانو!
خو اې مسلمانانو! د یهودو پر ضد جګړه، د هغوی وژل او د یهودي رژيم له منځه وړل باید د یوه مجاهد، راشده خلیفه تر مشرۍ لاندې وي؛ هغه چې د دې جبري او ظالمانه واکمنۍ او د اجیرو حکامو له پای ته رسېدو وروسته راپورته کېږي. د رسول الله ﷺ زېرى به ان شاء الله ونه ځنډېږي؛ دا زېری د هغه څه د تحقق په اړه دی چې امام احمد د رسول الله ﷺ له حدیث څخه روایت کړی:
«ثُمَّ تَكُونُ مُلْكًا جَبْرِيَّةً فَتَكُونُ مَا شَاءَ اللَّهُ أَنْ تَكُونَ، ثُمَّ يَرْفَعُهَا إِذَا شَاءَ أَنْ يَرْفَعَهَا، ثُمَّ تَكُونُ خِلَافَةً عَلَى مِنْهَاجِ النُّبُوَّةِ. ثُمَّ سَكَتَ»
ژباړه: ... بیا به جابرانه واکمني وي، تر څو چې الله وغواړي دوام به وکړي، او کله چې وغواړي، له منځه به یې یوسي، بیا به د نبوت پر منهج خلافت راشي، او بیا چوپ شو.
او همدارنګه د رسول الله ﷺ د هغه حدیث د تصدیق په توګه چې امام مسلم روایت کړی دی:
«لَتُقَاتِلُنَّ الْيَهُودَ فَلَتَقْتُلُنَّهُمْ...»
ژباړه: تاسو به د یهودو پر وړاندې وجنګېږئ او هغوی به ووژنئ ...
په پای کې، لکه څنګه چې پر موږ لازمه ده چې خپله روژه په اخلاص او جدیت وساتو چې الله سبحانه وتعالی راضي شي او زموږ تېر ګناهونه وبښي؛ همداراز پر موږ لازمه ده چې د اسلامي ژوند د بیا پیل لپاره، د راشده خلافت د تاسیس له لارې جدي کار او هلېځلې وکړو؛ څو په دې دنیا کې د رسول الله ﷺ تر بیرغ (الرایه) لاندې، د «لا إله إلا الله محمد رسول الله» تر بیرغ لاندې د الله سبحانه وتعالی د احکامو په تطبیق سره له بریالیو کسانو څخه شو؛ او همداراز په آخرت کې، ان شاء الله، له هغو کسانو څخه شو چې د الله تعالی د عرش تر ځانګړي سیوري لاندې وي او هغه ورځ له دې پرته بل سیوری نشته. داسې به په دواړو دنیاوو کې بریا ترلاسه کړو او بېشکه چې دا تر ټولو ستره بریا ده!
والسلام علیکم ورحمة الله وبرکاته.
د ۱۴۴۷ هـ.ق کال د رمضان لومړۍ ورځ
د ۲۰۲۶م کال د فبروري ۱۸مه
ستاسې ورور،
عطاء بن خلیل ابو الرشته




