- مطابق
(ژباړه)
د ترکیې، مصر، سعودي عربستان، قطر، متحده عربي اماراتو، اردن، اندونیزیا او پاکستان د بهرنیو چارو وزیرانو، د یکشنبې په ورځ په یوه ګډه اعلامیه کې له غزې څخه د فلسطینیانو د بېځایه کولو له هر ډول هڅې سره خپل مخالفت څرګند کړ او د یهودي رژیم د تش په نامه ملي امنیت وزیر، بن ګویر او د هغه د جنګ وزیر کاټس، څرګندونې یې په کلکو ټکو وغندلې.
خو لکه د تل په څېر د نړیوالو ادارو او ظاهرا قوانینو له لارې د مسلې د حل هڅه کېږي؛ هغه قوانین چې د متن د استدلال له مخې، کله چې د مسلمانانو ګټې مطرح وي، چندان اغېز نه لري. دغو وزیرانو یادې څرګندونې او پاروونکي وړاندیزونه د نړیوالو قوانینو، په ځانګړي ډول د نړیوال بشردوستانه قانون، ښکاره سرغړونه او د فلسطیني ملت د مشروع او نه سلبېدونکو حقونو پر وړاندې مستقیم ګواښ بللی دی.
په داسې حال کې چې بن ګویر د یوه چمتو شوي پلان خبره کړې، چې پر بنسټ یې د غزې تړانګې ۱.۸۶ میلیونه وګړي په اوو کلونو کې بېځایه کېږي او د دې پلان د پلي کولو لپاره د یوه ځانګړي وزارت د جوړولو خبره هم شوې ده، کاټس هم د دغه پلان شتون تایید کړی، خو ویلي یې دي چې د امریکايي ولسمشر ډونالډ ټرمپ پر وړاندې د ځینو عربي هېوادونو د فشارونو او د هغوی له لوري د پانګونې د وړاندیزونو له امله دغه پلان په موقتي توګه ځنډول شوی دی.
د دغو ټولو حقایقو پر وړاندې، د اتو اسلامي خاورو د بهرنیو چارو وزیران یوازې په غندلو او د کرکې په څرګندولو بسنه کوي؛ په داسې حال کې چې هغوی د یهودي رژیم له جدیت او د هغوی له چمتو او پلي کېدونکو پلانونو سره مخ دي؛ هغه پلانونه چې په میدان کې د دغه رژیم له تجاوز څخه ډکې ورځنۍ ټولې کړنې او چلندونه تاییدوي. هغوی د غندنې او ملامتیا په څو جملو سره، د بشپړ جدیت نشتوالی څرګند کړی او د «مسلمانانو په سترګو کې د خاورو شیندلو» پالیسۍ ته دوام ورکوي.
په فلسطین کې زموږ د خلکو پر وړاندې د یهودي رژیم تېری او وحشت، په یوه ورځنۍ صحنه بدل شوی دی؛ ترورونه، چاودنې، نیونې، یرغلونه، د استوګنځایونو پراخول او د نورو ښارګوټو جوړول، د لوېدیځې غاړې له ټوټې ټوټې کولو او خلکو د دوی لخوا د ورځنۍ ډوډۍ او روزۍ په برخه کې له سخت وضعیت سره مخ دي، تر دې چې ژوند یې ورته په دوزخ بدل کړی دی.
د دغو کړنو موخه دا ده چې هغوی مهاجرت ته اړ کړي، ترڅو د الله سبحانه وتعالی د دښمنانو، یهودو، دغه ادعا سمه ثابته شي چې وایي: «که چېرې یې څوک ومني، د فلسطین ۸۰ سلنه خلک چمتو دي، چې له فلسطین څخه بهر لاړشي.»
د دغو ټولو تېریو، پلان جوړونو او د هغو د عملي پلي کولو پر وړاندې، د مسلمانانو له حکامو څخه له ناستو، د غندنې له اعلامیو او د کرکې له څرګندولو پرته بل څه نه وینو؛ هغوی بیا هم دغه مسله د ملګرو ملتونو ځالې او نړیوالو قوانینو ته راجع کوي؛ هغه قوانین چې له پخوا څخه تر ننه، تل د استعمار او زبرځواکونو ملګري او ملاتړي پاتې شوي دي.
د فلسطین له خلکو څخه ملاتړ او مرسته کول، د هغوی د بېځایه کولو د هڅو مخنیوی او د ټول فلسطین ازادول، که چېرې اته اسلامي خاورې یا د هغوی ځینې او یا هم ان یو یې جدي پرېکړه وکړي، خورا اسانه او د لاسرسي وړ کار دی. ځکه د مسلمانانو پوځونه چې حکامو هغوی له یهودو سره له مخامخ کېدو منع کړي دي، هماغه کسان دي چې د دغه کار مسوولیت پر غاړه لري، د هغه د ترسره کولو وړتیا لري او له هغوی غواړي چې د دغه کار لپاره اقدام وکړي.
اسلامي امت نن د دغه حقیقت په اړه پوه او بصیرت یې موندلی دی او نور د حکامو نندارې او کمزوري دریځونه نه مني. اوس چې حکامو د الله سبحانه وتعالی غږ او د فلسطین د خلکو فریاد او چیغو ته خپل غوږونه کاڼه کړي دي، نو بله لار نه ده پاتې، پرته له دې چې د امت په پوځونو کې مخلص کسان حزبالتحریر ته د راشده خلافت د بیا تاسیس لپاره خپل نصرت ورکړي؛ ځکه همدا خلافت دی چې مسلمانان به یوځای کړي او فلسطین به ازاد کړي. الله سبحانه وتعالی فرمایي:
﴿وَمَا لَكُمْ لاَ تُقَاتِلُونَ فِي سَبِيلِ اللّهِ وَالْمُسْتَضْعَفِينَ مِنَ الرِّجَالِ وَالنِّسَاء وَالْوِلْدَانِ الَّذِينَ يَقُولُونَ رَبَّنَا أَخْرِجْنَا مِنْ هَذِهِ الْقَرْيَةِ الظَّالِمِ أَهْلُهَا وَاجْعَل لَّنَا مِن لَّدُنكَ وَلِيّاً وَاجْعَل لَّنَا مِن لَّدُنكَ نَصِيراً﴾ [نساء: ۷۵]
ژباړه: اخر څه دلیل دی، چې تاسو د الله په لاره کې د هغو بېوسو نارینه، ښځو او ماشومانو په خاطر نه جنګېږئ چې کمزوري کړای شوي، تر فشار لاندې نیول شوې دي او فریادونه کوي چې: اې زموږ ربه، موږ له دې وطنه چې اوسېدونکي یې ظالمان دي وباسه؛ او له خپل لوري څخه زموږ کوم سرپرست او مرستندوی پیدا کړه.
د حزب التحريرـ مرکزي مطبوعاتي دفتر
۱۴۴۸ هـ.ق کال، د ربیع الاول ۲۶مه
۲۰۲۶م کال، د سپټمبر ۸مه
د صدور ګڼه: ۰۴۰/ ۱۴۴۸
ژباړن: اسرار تکل




