جمعه, ۲۷ ربیع الثانی ۱۴۴۸هـ| ۲۰۲۶/۱۰/۰۹م
ساعت: مدینه منوره
Menu
القائمة الرئيسية
القائمة الرئيسية

  •   مطابق  
بسم الله الرحمن الرحيم
د تفسیر سرچینې

(ژباړه)

پوښتنه:

الحمدُ للهِ، والصلاةُ والسلامُ على رسولِ اللهِ، وعلى آلهِ وصحبِهِ ومن والاه.

قدرمن شیخ صاحب! السلام علیکم ورحمة الله وبرکاته!

له الله سبحانه وتعالی څخه غواړم چې د اسلامي امت لپاره د خیر په هر هغه کار کې ثبات او توفیق درکړي چې پر غاړه مو دی. هیله لرم چې ستاسو هڅې د الله سبحانه وتعالی د وعدې او د رسول الله صلی الله علیه وسلم د زېري په تحقق سره بریا او تمکین ته ورسېږي او عاقبت یې نېک شي.

قدرمن شیخ صاحب! د «الشخصية» د لومړي ټوک په ۲۹۶مه پاڼه کې، «د تفسیر سرچینې» بحث کې راغلي دي:
«... خو هغه څه چې د تفسیر په باب له رسول الله صلی الله علیه وسلم څخه روایت شوي وي، که صحت یې ثابت شي، د حدیث برخه ګڼل کېږي او تفسیر نه بلل کېږي؛ ځکه په دې صورت کې دا هم د قرآن په څېر یو تشریعي نص دی او د تفسیر په ډله کې نه راځي.»

په ۲۹۶مه پاڼه کې حدیث د تفسیر له سرچینو څخه یوه بلل شوې؛ خو په ۳۰۱مه پاڼه کې راغلي چې حدیث تفسیر نه ګڼل کېږي… نو داسې ښکاري چې دا دواړه خبرې یو له بل سره تعارض لري او متناقضې دي؛ همدا موضوع راته روښانه نه ده.

نو هیله کوم دا ابهام راته لرې کړئ او د مسئلې حقیقت بیان کړئ: ایا حدیث تفسیر ګڼل کېږي او که د تفسیر په ډله کې نه راځي؟ مخکې له مخکې د زړه له کومي مننه درنه کوم!

ستاسو ورور، علي السعیدي – تونس

ځواب:
وعلیکم السلام ورحمة الله وبرکاته!

ګرانه وروره! که د «الشخصية» د لومړي ټوک په ۳۶۰مه پاڼه کې «د تفسیر سرچینې» کې راغلي مطالب او د همدغه کتاب په ۳۶۶مه پاڼه کې د «نن ورځ مفسرینو ته د امت اړتیا» سرلیک مطالب په غور او تأمل ولوستل شي، څرګندېږي چې د دواړو تر منځ هېڅ تعارض نشته. د دې موضوع د روښانولو لپاره لاندې ټکي بیانوو:

لومړی: د «د تفسیر سرچینې» په برخه کې راغلي دي:

«د تفسیر له سرچینو څخه موخه هغه څه نه دي چې مفسرینو، هر یوه د خپل فکر او تمایل له مخې، د قرآن په تفسیر کې پرې تکیه کړې ده؛ لکه توحید، فقه، بلاغت، تاریخ او داسې نور. دا د تفسیر سرچینې نه دي؛ بلکې هغه څه دي چې پر مفسر یې اغېز کړی او د دې لامل شوي چې په خپل تفسیر کې یوه ځانګړې تګلاره غوره کړي. بلکې د تفسیر له سرچینو څخه موخه هغه مراجع او منابع دي چې مفسرینو ترې نقل کړی او نقل شوي مطالب یې، پرته له دې چې د هغوی تمایل او هغه تګلاره په پام کې ونیول شي چې په تفسیر کې یې خپله کړې وه، په خپلو تفسیرونو کې راوړي دي.

که د تفسیر سرچینې وڅېړو، وینو چې په درېیو سرچینو پورې محدودې دي:

۱. هغه تفسیر چې له رسول الله صلی الله علیه وسلم څخه روایت شوی؛ لکه دا روایت چې له رسول الله صلی الله علیه وسلم څخه نقل شوی چې ویې فرمایل:

«الصَّلَاةُ الْوُسْطَى صَلَاةُ الْعَصْرِ» (أخرجه الترمذي)

 ژباړه: منځنی لمونځ د مازدیګر لمونځ دی.

۲. رأی هم د تفسیر له سرچینو څخه ده او هماغه څه دي چې په تفسیر کې اجتهاد بلل کېږي؛ ځکه مفسر د عربو خبرې او د هغوی د بیان طریقې پېژني، او عربي الفاظ او معناوې یې د جاهلیت دورې په شعر، نثر او ورته نورو کې د هغو د بېلګو له لارې پېژني. همدارنګه د آیت د نزول له اسبابو څخه هغه څه پېژني چې د ده په نزد یې صحت ثابت شوی وي او په دې برخه کې له همدې وسایلو کار اخلي...

۳. اسرائیلیات؛ ځکه ځینې یهودیان او نصرانیان اسلام ته داخل شول او په هغوی کې داسې کسان وو چې د تورات او انجیل په اړه یې پوهه او معلومات لرل. هغه یهودیان چې له دوی څخه اسلام ته داخل شوي وو، په ډېرو مواردو کې رښتیني نه وو؛ ځکه یهودیانو د نصرانیانو په پرتله له مسلمانانو سره ډېره کینه او دښمني درلوده. له همدې امله، د همدغو کسانو له لارې ډېر اسرائیلي روایتونه مسلمانانو ته ورسېدل او د قرآن تفسیرونو ته ورننوتل، څو د هغو پر مټ د آیتونو تشریح بشپړه کړي...»

لکه څنګه چې وینئ، دلته بحث د مفسرینو په نزد د تفسیر د سرچینو په اړه دی او لکه مخکې چې وویل شول، دا سرچینې درې دي.

دویم: خو هغه څه چې د «الشخصية» د لومړي ټوک په ۳۶۶مه پاڼه کې تر «مفسرینو ته د امت اړتیا» سرلیک لاندې راغلي، د مفسرینو په نزد د دغو سرچینو حالت د سموالي او ناسموالي له اړخه بیانوي.

دلته روښانه شوې چې د مفسرینو په نزد لومړۍ سرچینه «هغه تفسیر دی چې له رسول الله صلی الله علیه وسلم څخه روایت شوی»؛ خو په حقیقت کې دا د تفسیر سرچینه نه بلل کېږي، بلکې د رسول الله صلی الله علیه وسلم احادیث دي؛ ځکه تفسیر د مفسر اجتهاد دی. خو هغه څه چې له رسول الله صلی الله علیه وسلم څخه روایت شوي، نه تفسیر دي او نه اجتهاد؛ بلکې د رسول الله صلی الله علیه وسلم حدیث دی، چې د عزیز او حکیم الله له لوري وحی ده. دا خبره د همدې برخې په پیل کې په روښانه ډول بیان شوې، هلته چې وايي:

«له همدې امله اړینه وه چې د تفسیر د وړاندې کولو داسې طریقه وي چې د مسلمانانو او نامسلمانانو په زړونو کې د تفسیرونو د لوستلو شوق او لېوالتیا پیدا کړي، څو تفسیر د یوه ژور او روښانه فکري کتاب په توګه ولولي.

سربېره پر دې، هغه تګلاره چې مفسرینو د فلسفي کتابونو د ژباړې په دوره کې، چې تر اغېز لاندې یې راغلي وو، او هم له صلیبي جګړو وروسته د انحطاط په دوره کې غوره کړه، لامل شوه چې داسې تفسیرونه ولیکل شي چې پکې ډېره هڅه پر هغو مطالبو ولګېده چې نه د تفسیر برخه وو او نه یې د قرآن له آیتونو سره تړاو درلود. پر دې سربېره، په دغو تفسیرونو کې ډېر اسرائیلیات راټول شول، تر دې چې اسرائیلیات د مفسرینو په نزد د تفسیر درېیمه سرچینه وګرځېده.

له همدې امله اړینه وه چې د قرآن داسې تفسیر موجود وي چې د صحابه وو د تفسیر له تګلارې سره سم وي؛ یعنې د قرآن په فهم کې پر اجتهاد او له صحابه وو څخه د روایت شوي تفسیر پر کارولو ولاړ وي.

خو هغه څه چې د تفسیر په باب له رسول الله صلی الله علیه وسلم څخه روایت شوي وي، که صحیح وي، د حدیث برخه ګڼل کېږي او تفسیر نه بلل کېږي؛ ځکه په دې صورت کې دا هم د قرآن په څېر یو تشریعي نص وي او د تفسیر په ډله کې نه راځي.

له همدې امله، په دې برخه کې راغلي مطالب د تفسیر په اړه د سم لیدلوري د بیان لپاره دي؛ یعنې هماغه تګلاره چې صحابه وو رضی الله عنهم د الله سبحانه وتعالی د آیتونو په تفسیر کې درلوده او د الهي آیتونو په فهم کې یې د سم اجتهاد پر بنسټ عمل کاوه.

خو هغه څه چې له رسول الله صلی الله علیه وسلم څخه روایت شوي، د احادیثو په باب کې یادېږي، نه د اجتهاد په باب کې. د رسول الله صلی الله علیه وسلم د حدیث، چې د وحی له لارې دی، او د صحابه وو رضی الله عنهم د اجتهاد، چې د اجتهاد په باب پورې اړه لري، تر منځ توپیر شته دی.

هیله لرم همدومره د موضوع د روښانولو لپاره بسنه وکړي. بېشکه الله سبحانه وتعالی تر ټولو ښه عالم او تر ټولو حکیم دی.

ستاسو ورور،
عطاء بن خلیل ابوالرشته
د ۱۴۴۸هـ.ق کال د ربیع الثاني ۴مه
د ۲۰۲۶م کال د سپټمبر ۱۶مه

نظر ورکړئ

back to top

اسلامي خاورې

اسلامي خاورې

غربي هېوادونه

ټول لینکونه

د پاڼې برخې