دوشنبه, ۲۵ ربیع الاول ۱۴۴۸هـ| ۲۰۲۶/۰۹/۰۷م
ساعت: مدینه منوره
Menu
القائمة الرئيسية
القائمة الرئيسية

  •   مطابق  
بسم الله الرحمن الرحيم
حزب‌التحریر – ولایه ازبکستان، ازبکستان ته د هند د لومړي وزیر سفر په کلکه غندي!

د ازبکستان د ولسمشر شوکت میرضیایف، په بلنه د هند لومړی وزیر نریندرا مودي، د اګست په ۲۹مه او ۳۰مه زموږ خاورې ته په رسمي سفر راځي. له همدې امله د ازبکستان پر مسلمان ملت ټینګار کوو:

له شک پرته نن ورځ ډېری مسلمانان د هند اصلی او ناوړه څېره پېژني. له دې سره سره غواړو یو ځل بیا د ټولو پام راواړوو. له ډېرې مودې راهیسې هند د اسلام او مسلمانانو پر وړاندې ښکاره جګړه پیل کړې ده او د دغه رژیم جنایتونه په هیڅ ډول له هغو وژنو څخه کم نه دي چې د یهودي رژیم له خوا د فلسطین په سپېڅلې خاوره کې د مسلمانانو پر وړاندې ترسره کېږي، یا له هغه وحشت څخه ډک ځپل چې چین یې د ختیځ ترکستان د مسلمانانو پر وړاندې کوي.

خامخا ټول په اشغال شوي کشمیر کې د هند د ظلمونو او وحشتونو او هلته زموږ د مسلمانو وروڼو، په ځانګړې توګه د ښځو پر وړاندې د ترسره کېدونکو جنایتونو له وېروونکو خبرونو خبر یاست. کشمیر د مسلمانانو له هغو غصب شویو خاورو څخه دی چې یو وخت د اسلام تر واکمنۍ لاندې و او د «ځمکې پر مخ د جنت» په نوم یادېده؛ خو په ۱۹۴۷م کال کې د هغه رژیم له خوا اشغال شو چې د «هندوتوا» پر مفکورې ولاړ دی. له همدې امله دغه سیمه په داسې یو مرکز بدله شوې چې مسلمانان پکې له یو داسې ظلم سره مخ دي، چې د زغملو وړ نه دی.

د حزب‌التحریر د مرکزي مطبوعاتي دفتر د ښځو برخې له خوا د ۲۰۲۵م کال، د اکتوبر په ۱۵مه په خپره شوې مطبوعاتي اعلامیه کې راغلي وو:

«د بشري حقونو بېلابېلو سازمانونو له کشمیر څخه لیدنه کړې، ترڅو د ملکي وګړو پر وړاندې د تاوتریخوالي او جنسي تېریو موارد ثبت کړي؛ خو د وړاندې شویو راپورونو له امله له وحشت څخه ډک وضعیت خلک ولړزول. د هند پوځ، د مرکزي پولیسو احتیاطي ځواکونه او سرحدي امنیتي ځواکونه ټول په کشمیر کې د مسلمانو ښځو پر وړاندې په جنسي تاوتریخوالي کې لاس لري، ترڅو د هغوی سپکاوی وکړي او مجازات یې کړي. سربېره پر دې، له دې عمل څخه د هغو مسلمانو نارینه‌وو د تسلیمولو لپاره د یوې وسیلې په توګه کار اخیستل کېږي، چې په افراطیت تورن شوي دي. همدارنګه ښځې له قانوني چوکاټ څخه بهر وژل کېږي، په قصدي ډول ړندېږي او کورونه، دوکانونه او ان ټول کلي یې د ترهګرۍ پر وړاندې د مبارزې په پلمه سوځول کېږي.»

سربېره پر دې، د هند نظام په دغه هېواد کې د مېشتو میلیونونو مسلمانانو لپاره د ارام ژوند هیڅ ځای نه دی پرېښې. له مسلمانانو سره د دغه نظام دښمني هیڅ پوله نه پیژني او په مسلسله توګه خپل هغه خلک چې د غواګانو عبادت کوي، د اسلام او مسلمانانو پر وړاندې راپاروي. همدارنګه له لمر څخه هم روښانه ده چې دغه اقدامات یوازې سیاسي چلونه دي، ترڅو خلک له فقر، بېکارۍ او نورو کورنیو ستونزو څخه بل لوري ته متوجه کړي. په یوه عبارت کې چې الله سبحانه وتعالی فرمايي:

﴿لَتَجِدَنَّ أَشَدَّ النَّاسِ عَدَاوَةً لِّلَّذِينَ آمَنُواْ الْيَهُودَ وَالَّذِينَ أَشْرَكُواْ﴾ [مائدة: ۸۲]

ژباړه: (اې پیغمبره!) ته به د مومنانو په دښمنۍ کې تر ټولو ډېر سخت یهودیان او مشرکان ومومې.

د اسلام او مسلمانانو پر وړاندې د هند د مشرک نظام ظلم او تاوتریخوالی په روښانه توګه بیانوي.

اوس مودي، د دغه جنایتکار دولت لومړی وزیر زموږ خاورې ته راځي، ترڅو دغه خاوره په خپل حضور ککړه کړي. سره له دې چې زموږ خلک مسلمانان دي او هغه حکام چې زموږ پر برخلیک واکمن دي ځانونه مسلمانان ګڼي، نو څنګه کېدای شي چې پر دغه حقیقت سترګې پټې کړو چې د هند نظام د اسلام او مسلمانانو سخت دښمن دی؟!

له مودي څخه تود هرکلی کول، له نتانیاهو یا شي جین پینګ سره د دوستۍ او نږدېوالي د څرګندولو په څېر دي؛ هغه کسان چې د الله سبحانه وتعالی له غضب سره مخ دي. له هغوی سره د همکاریو او دوستانه اړیکو رامنځته کول، لکه څرنګه چې د غزې او ختیځ ترکستان د مسلمانانو د کړاوونو پر وړاندې ترسره کېږي، په حقیقت کې د کشمیر او هند د مسلمانانو د دردونو او غمونو تمسخر کول او د هغوی پر ټپونو مالګه شیندل دي.

موږ د ازبکستان نظام ته وایو: له مودي څخه ستاسو تود هرکلی او د هغه درناوی په حقیقت کې د الله سبحانه وتعالی د دښمنانو عزت کول دي. تاسو په دغه کار سره د کشمیر او هند د مسلمانانو پر ټپونو مالګه شیندئ او د هغوی چیغې او فریادونه له پامه غورځوئ؛ خو د دغه کار پایله به ستاسو لپاره له الهي غضب پرته بل څه نه وي.

یو ځل بیا خپل مسلمان ملت ته وایو: هغه دریځ غوره کړئ چې اسلام یې د مودي د سفر په اړه پر تاسو فرض کوي؛ یعنی د هغه له منلو څخه ډډه وکړئ، د هغه سفر په کلکه وغندئ او له هند سره د دوستۍ او د هغو اقداماتو له امله چې د الله سبحانه وتعالی د غضب سبب کېږي، د ازبکستان نظام تر پوښتنې لاندې راولئ.

تر ټولو مهمه دا ده چې خپلې ټولې هڅې د خلافت دولت د بیا جوړولو لپاره په کار واچوئ؛ هغه دولت چې یوازینی ځواک دی او د کشمیر په څېر د مسلمانانو غصب شوې خاورې به ازادې کړي. رسول الله صلی الله علیه وسلم فرمایلي دي:

«إِنَّمَا الْإِمَامُ جُنَّةٌ يُقَاتَلُ مِنْ وَرَائِهِ وَيُتَّقَى بِهِ»

ژباړه: بېشکه چې امام ډال دی چې تر شا يې جګړه کېږي او هغه ته پناه وړل کېږي.

د حزب‌التحریر – ولایه ازبکستان مطبوعاتي دفتر

۱۴۴۸ هـ.ق کال، د ربیع الاول ۱۶مه

۲۰۲۶م کال، د اګست ۲۹مه

د صدور ګڼه: ۰۲/ ۱۴۴۸

 

ژباړن: اسرار تکل

نظر ورکړئ

back to top

اسلامي خاورې

اسلامي خاورې

غربي هېوادونه

ټول لینکونه

د پاڼې برخې