- مطابق
پوښتنه:
«العربیهنېټ» شبکې د ۲۰۲۶م کال د اګسټ پر ۱۸مه د ترکیې، پاکستان او سعودي عرب ترمنځ د درېاړخیز تړون په اړه د ټرمپ د هرکلي خبر ورکړ او ویې لیکل: «د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ د سعودي عرب، ترکیې او پاکستان ترمنځ د ګډ دفاعي تړون د لاسلیک هرکلی وکړ او دا ګام یې ستر، زړور او ډېر مهم وباله. نوموړي په ورته وخت کې د منځني ختیځ د هېوادونو ترمنځ د امنیتي همغږۍ او د هغوی د ګډو دفاعي وړتیاوو د پیاوړتیا پر لور د حرکت ستاینه وکړه...»
تر دې وړاندې «العربیهنېټ» د ۲۰۲۶م کال د اګسټ پر ۱۷مه خبر خپور کړی و چې: «ټرمپ د ټروت سوشیل ټولنیزې رسنۍ له لارې زیاته کړه چې د درېیو هېوادونو ترمنځ د دغه تړون پر لاسلیک خوښ دی او د مکې ګډ دفاعي تړون یې د منځني ختیځ د هېوادونو ترمنځ د زیاتېدونکي نږدېوالي د بهیر څرګندونه وبلله.»
د سعودي عرب رسمي خبري اژانس «واس» هم د ۲۰۲۶م کال د اګسټ ۷مه، پر خپله وېبپاڼه اعلان کړی و: «د سعودي عرب ولیعهد محمد بن سلمان، د ترکیې ولسمشر رجب اردوغان او د پاکستان لومړي وزیر شهباز شریف د مکې ګډ دفاع تړون لاسلیک کړ؛ دا تړون د ګډ امنیت د پیاوړتیا، په سیمه او نړۍ کې د امنیت، سولې او ثبات د ټینګښت او یوه خوندي او هوسا راتلونکي ته د رسېدو لپاره د دغو درېیو هېوادونو پاملرنه او هڅې څرګندوي.»
اوس پوښتنه دا ده: د دغو درېیو دولتونو له لوري د دغه تړون د لاسلیک ابعاد او دلالتونه څه دي؟ ایا دا داسې ائتلاف دی چې پر اسلامي خاورو د تېري کوونکو، لکه یهودي رژیم، پر وړاندې جګړه وکړي؟ او که یوازې د ایران پر وړاندې د سعودي عرب د ملاتړ لپاره دی، په ځانګړي ډول اوس چې په خلیج کې وضعیت مخ پر تودېدو دی؟ همداراز، امریکا ولې یوازې لس ورځې وروسته له دغه تړون څخه خپل ملاتړ اعلان کړ، په داسې حال کې چې دا درې واړه دولتونه د امریکا غلامان دي او لرې ده چې داسې تړون دې د امریکا له موافقې پرته شوی وي؟ لنډه دا چې د دغه تړون اصلي موخه څه ده؟ جزاکم الله خیراً.
ځواب:
د ځواب د روښانولو لپاره لاندې ټکي څېړو:
۱. د سعودي عرب رسمي خبري اژانس «واس» د ۲۰۲۶م کال د اګسټ پر ۷مه، د جمعې په ورځ اعلان وکړ: «د سعودي عرب ولیعهد محمد بن سلمان، د ترکیې ولسمشر رجب اردوغان او د پاکستان لومړي وزیر شهباز شریف د مکې ګډ دفاعي تړون لاسلیک کړ؛ دا تړون د ګډ امنیت د پیاوړتیا، په سیمه او نړۍ کې د امنیت، سولې او ثبات د ټینګښت او د یوه خوندي او هوسا راتلونکي پر لور د حرکت لپاره د دغو درېیو دولتونو هڅې څرګندوي.»
دغه خبري اژانس همداراز یادونه وکړه چې د مکې د جمعې ورځې له ناستې وروسته په لاسلیک شوې ګډه اعلامیه کې په صراحت ویل شوي دي: «د دغه تړون موخه د هر ډول تېري پر وړاندې د ګډ مخنیوي پیاوړتیا ده، او له دغو درېیو دولتونو څخه پر هر یوه هر ډول وسلهوال برید به پر ټولو برید ګڼل کېږي. همداراز، دغه تړون د دوی ترمنځ د ګډو دفاعي همکاریو پر هر اړخیزې پراختیا تمرکز کوي.»
له همدې امله، دغه تړون د سیمې د لویو قدرتونو ترمنځ پر یوه ګډ پوځي ائتلاف ټینګار کوي، څو له هغوی څخه پر هره یوه یې د هر ډول برید مخه ونیول شي. خو دغه تړون په ضمني ډول دا هم څرګندوي چې پر نورو اسلامي خاورو له هر ډول تېري سره تړاو نه لري او د هغه د مخنیوي لپاره مداخله نه کوي.
۲. له همدې امله یهودي رژیم د دغه تړون پر وړاندې کوم ځانګړی غبرګون و نه ښود؛ ځکه پوهېږي چې دغه تړون یا ائتلاف ورته کوم ګواښ نه دی. خو که چېرې د دغه تړون یوه لاسلیک کوونکي لوري هم اراده او اخلاص لرلی، نو پوهېده به چې د دغه رژیم د ګواښلو او د ځواک د له منځه وړلو توان لري؛ نه دا چې د هغې غزې د ویجاړۍ پر وړاندې چوپ پاتې شي چې یهودي رژيم یې سلګونه زره خلک وژلي او ټپیان کړي، د زرګونو کسانو کورونه یې ویجاړ کړي او دوی یې بېځایه کړي دي، تر ټولو وحشیانه جنایتونه یې کړي او خلک یې په داسې حالت کې پرېښي چې له لوږې، تندې او ناروغیو کړېږي او زخمونو یې بدنونه وراسته کړي دي؛ او پر دې هر څه سربېره لا هم خپلو جنایتونو ته دوام ورکوي. سره له دې، دغو دولتونو نه په ګډه او نه جلا د دغو جنایتونو د درولو لپاره کوم اقدام کړی دی.
همداراز په لوېدیځه غاړه کې هم ورته جنایتونه دوام لري؛ هلته د غاصبو مېشتېدونکو ډلې د نظامیانو تر ملاتړ لاندې په ځمکه کې فساد کوي، کښتونه او نسلونه له منځه وړي، خلک وژني، ټپي او زنداني کوي یې، ځمکې یې غصبوي، له خپلو کورونو یې شړي او کورونه یې ورانوي... ان د دغه درېاړخیز ائتلاف د متن له مخې، یهودي رژیم ته هم د ورګډېدو لار پرانیستې ده؛ ځکه د ترکیې ولسمشر اردوغان ویلي دي: «دغه تړون د هېڅ دولت پر ضد نه دی او د هغو دولتونو د ګډون لپاره پرانیستی دی چې موخه یې په سیمه کې د ثبات ټینګښت وي.»
له همدې امله، د تړون په متن کې یهودي رژیم په صراحت نه دی مستثنا شوی، بلکې موضوع په مبهم ډول پرېښودل شوې ده؛ او دا چاره یهودي رژیم ته د ډاډ ورکولو یو ډول ګڼل کېږي. ځکه ترکیه دغه رژیم په رسمیت پېژني او ان اوس چې په غزه کې وحشیانه جنایتونه کوي -او د غزې ځینې برخې یې هم د «امنیتي سیمو» تر نامه لاندې تر خپل واک لاندې راوستې دي- له هغه سره یې خپلې ډیپلوماټیکې او سوداګریزې اړیکې په بشپړه توګه نه دي پرې کړې.
۳. همداراز، د ترکیې د ولسمشر د څرګندونو په څېر، د سعودي د بهرنیو چارو وزارت د عامه ډیپلوماسۍ مرستیال رائد قرملي هم د ۲۰۲۶م کال د اګسټ پر ۷مه پر خپله اېکس پاڼه ولیکل: «دغه تړون په سیمه کې د هېڅ دولت امنیت ته ګواښ نه دی او د هېڅ دوو دولتونو ترمنځ د کړکېچ د زیاتېدو لامل نه کېږي.»
سعودي هم د یهودي دولت ترڅنګ د یوه فلسطیني دولت د جوړېدو ملاتړ کوي او په ښکاره د دوو دولتونو د حللارې خبره کوي؛ یعنې دغه سعودي چارواکی غواړي ووايي چې دا ائتلاف د یهودي رژیم پر ضد نه دی جوړ شوی.
همداراز، د پاکستان لومړي وزیر شهباز شریف د ۲۰۲۶م کال د اګسټ پر ۷مه پر خپله اېکس پاڼه دغه تړون «تاریخي» وباله او ویې ویل چې دا تړون «د راتلونکو نسلونو لپاره به د سولې ډال وي او درېیو هېوادونو ته به هوساینه راوړي.» له همدې امله، دغه تړون له تېري کوونکو سره د جګړې لپاره نه دی؛ بلکې د سولې یوه پروژه ده.
همداراز، د پاکستان د بهرنیو چارو وزارت ټینګار وکړ: «د مکې د تړون موخه د هر ډول تېري پر وړاندې د ګډ مخنیوي پیاوړتیا ده، او په صراحت وايي چې له دغو درېیو دولتونو څخه پر هر یوه وسلهوال برید به پر ټولو برید ګڼل کېږي.» (یورو نیوز، د ۲۰۲۶م کال د اګسټ ۷مه)
له همدې امله، د سعودي عرب، پاکستان او ترکیې له خوا د دغه تړون لاسلیک ـ چې دا دولتونه د امریکا له مزدورانو او پیروانو څخه دي ـ له یهودي رژیم سره د جګړې هېڅ تړاو نه لري؛ سره له دې چې دغه رژیم مبارکه خاوره اشغال کړې او د مسلمانانو په لومړۍ قبله کې پرلهپسې جنایتونه کوي.
۴. د ناستې په وروستۍ اعلامیه کې راغلي دي: «دغه تړون د درېیو هېوادونو ترمنځ د ګډ مخنیوي د پیاوړتیا او دفاعي همکاریو د پراختیا په موخه ترتیب شوی او صراحتاً وايي چې له لاسلیک کوونکو هېوادونو څخه پر هر یوه وسلهوال برید به پر ټولو برید ګڼل کېږي. همداراز په اعلامیه کې ویل شوي چې دغه تړون د درېیو هېوادونو ترمنځ پر تاریخي اړیکو او ګډو ستراتیژیکو ګټو ولاړ دی او موخه یې په سیمه او نړۍ کې د امنیت او ثبات پیاوړتیا ده.» (بيبيسي، د ۲۰۲۶م کال د اګسټ ۷مه)
په دې موده کې له دغو درېیو دولتونو څخه یوازې سعودي عرب له بریدونو سره مخ شوی او دغه بریدونه د ایران له لوري شوي دي. که دا موضوع په پام کې ونیول شي، د دغو درېیو دولتونو د څرګندونو موخه لا ښه درک کېدای شي.
د ترکیې د بهرنیو چارو وزیر هاکان فیدان د دغه تړون موخې ته اشاره کړې او ویلي یې دي: «د مکې د تړون په چوکاټ کې کوم ګډ ګواښ نه دی مشخص شوی؛ خو هر هغه هېواد چې پر موږ برید نه کوي، زموږ هدف به نه وي.» (سياېناېن عربي، د ۲۰۲۶م کال د اګسټ ۹مه) د هغه د خبرو مفهوم دا دی چې که ایران برید وکړي ـ لکه څنګه چې کړی یې دی ـ نو د دغې وینا له مفهوم سره سم به د دغو دولتونو هدف وګرځي. فیدان په یوه بله وینا کې هڅه وکړه چې د دغه تړون موخه په سیمه کې د ثبات ټینګښت وښيي، خو له اصلي مسیر څخه واوښت؛ ځکه ویې ویل: «سعودي عرب، پاکستان او ترکیه پراختیا غوښتونکي هېوادونه نه دي او دغه تړون تر ټولو مهم ګام دی چې دې سیمې ته به تلپاتې ثبات راولي؛ هغه سیمه چې په تېرو سلو کلونو کې، له هغه وخته چې عثماني دولت ترې ووت، په بېثباتۍ پېژندل شوې ده.» (سياېناېن عربي، د ۲۰۲۶م کال د اګسټ ۸مه)
خو دغه چارواکي د حقیقت له هماغسې بیانولو ډډه کړې چې څنګه دی؛ ځکه د «له سیمې څخه د عثماني دولت د وتلو » خبره یې د کفري دولتونو د غوسې د مخنیوي لپاره کړې ده. حقیقت دا دی چې غربي دولتونه د ځینو عربي او ترکي عناصرو په همکارۍ د لومړۍ نړیوالې جګړې پر مهال د عثماني دولت پر ضد سره متحد شول چې خلافت را نسکور کړي. وروسته دغو دولتونو په اسلامي سیمه کې پراخ فساد خپور کړ، خپل باوري کسان یې پیدا کړل او پاچاهان او ولسمشران یې ترې جوړ کړل؛ او د ټولنې بانفوذه کسان یې د «افراطي» او «ترهګر» په څېر نومونو یاد کړل او زندانونو ته یې واچول. په پایله کې ګډوډي پراخه او بېثباتي واکمنه شوه؛ ځکه اسلامي امت د کفري دولتونو کړنې ردوي او پر وړاندې یې درېږي.
نو، فیدان د دې پر ځای چې ووايي: «له هغه وخت راهیسې چې کفري دولتونه او عربي او ترکي خاینان د عثماني خلافت پر ضد د هغه د راپرځولو لپاره سره متحد شول»؛ ویې ویل: «له هغه وخته چې عثماني دولت له سیمې ووت.» هغه دا حقیقت د غربي دولتونو او دښمن د غوسې له وېرې بیان نه کړ. الله سبحانه وتعالی خو دې هغوی هلاک کړي، څنګه دروغ تړي!
۵. خو دا چې امریکا ولې تر لسو ورځو پورې د دغه تړون په اړه هېڅ غبرګون و نه ښود؟ ځواب دا دی چې که دغه تړون د امریکا د ګټو خلاف وای، امریکا به سمدستي ورسره مخالفت کړی وای.
داسې ښکاري چې امریکا نه غوښتل له هماغه پیله وښيي چې د دغه تړون تر شا ولاړه ده؛ ځکه که یې سمدستي ملاتړ ترې کړی وای، دغه تړون به خپل سیاسي کشش له لاسه ورکړی وای، ځکه څرګندېدله به چې دا تړون د امریکا په امر شوی دی، او په پایله کې به د هغې د درېیو متحدینو دریځ کمزوری شوی وای.
دې ته په کتو چې دوی هڅه کوله د دغه تړون له لارې داسې وښيي چې خپل حاکمیت ته ارزښت ورکوي او د هغو کسانو پر وړاندې په خپلواک ډول درېږي چې برید پرې کوي، امریکا لږ صبر وکړ؛ وروسته ټرمپ له دغه تړون څخه خپل ملاتړ اعلان کړ، خوښي یې پرې وښوده او د دغو درېیو دولتونو د مشرانو ستاینه یې وکړه. له همدې امله، لکه څنګه چې «العربیهنېټ» د ۲۰۲۶م کال د اګسټ پر ۱۸مه نقل کړي دي: «د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ د سعودي عرب، ترکیې او پاکستان ترمنځ د ګډ دفاعي تړون د لاسلیک هرکلی وکړ او دا ګام یې ستر، زړور او ډېر مهم وباله. نوموړي په ورته وخت کې د منځني ختیځ د دولتونو ترمنځ د امنیتي همغږۍ او د هغوی د ګډو دفاعي وړتیاوو د پیاوړتیا پر لور د حرکت ستاینه وکړه.»
همداراز «العربیهنېټ» د ۲۰۲۶م کال د اګسټ پر ۱۷مه راپور ورکړ: «ټرمپ د ټروت سوشیل ټولنیزې رسنۍ له لارې زیاته کړه چې د درېیو هېوادونو ترمنځ د دغه تړون پر لاسلیک خوښ دی او د مکې ګډ دفاعي تړون یې د منځني ختیځ د هېوادونو ترمنځ د زیاتېدونکي نږدېوالي د بهیر څرګندونه وبلله».
همدا د دې لامل و چې ټرمپ د دغه تړون په ستاینه او ملاتړ کې ځنډ وکړ؛ که نه، درې واړه دولتونه له امریکا سره نږدې اړیکې لري؛ که هغه د سعودي عرب او پاکستان په څېر دولتونه دي چې له ناټو بهر د امریکا مزدوران دي، او که ترکیه ده چې د امریکا د سیاست په مدار کې ده او د ناټو غړیتوب هم لري.
۶. امریکا غواړي چې دغه درې واړه له ځان سره همغږي دولتونه په سیمه کې، په ځانګړي ډول د ایران او د سیمې د مسلمانانو پر وړاندې، ټاکلی رول ولوبوي.
وروسته له هغې چې د ۲۰۲۶م کال د جون پر ۱۸مه د ایران د ولسمشر، پزشکیان او د هغه د امریکايي سیال ټرمپ ترمنځ په ویډیويي او انلاین بڼه د هوکړهلیک د لاسلیک خبر ورکړل شو، امریکا تر اوسه د هغه څه په ترلاسه کولو نه ده توانېدلې چې غواړي یې؛ ځکه خبرې اترې له ستونزو او خنډونو سره مخ شوې دي.
نو، امریکا غواړي د سیمې له دغو لویو دولتونو څخه پر ایران د فشار د وسیلو په توګه کار واخلي. پر همدې اساس، ایران په هغو ګاونډیو دولتونو راچاپېروي چې له امریکا سره متحد دي. ټرمپ ګومان کوي چې د دغو فشارونو په پایله کې به ایران د هغه د غوښتنو پر وړاندې نرمښت وښيي او شرطونه به یې ومني؛ او په دې توګه به په راتلونکو منځمهاله ټاکنو کې د خپل ګوند د ماتې مخه ونیسي.
له همدې امله، د امریکا جمهوريپال استازي جو ویلسون د ۲۰۲۶م کال د اګسټ پر ۸مه پر خپله اېکس پاڼه د دغه تړون په اړه وویل: «د سعودي عرب، ترکیې او پاکستان ترمنځ ګډ دفاعي تړون د امریکا د ولسمشر لپاره یوه بله لاستهراوړنه ده چې په منځني ختیځ کې د ثبات، سولې او هوساینې د پیاوړتیا پر لور ترسره شوې ده».
همداراز، په ریاض کې د واشنګټن پخوانی سفیر مایکل راتني وايي: «امریکا دغه تړون د سیمې د امنیت د پیاوړتیا لپاره یو ګام ګڼي او د هغه د خبرو له مخې، دغه تړون له امریکا سره مرسته کوي چې د ایران له پرلهپسې بریدونو سره مقابله وکړي. نو د مکې تړون د ټولې سیمې په ساتنه کې مرسته کوي. هغه باور لري چې ټرمپ دغه درېاړخیز ائتلاف د هغه د مرستندوی او د ثبات د پیاوړتیا د یوې وسیلې په توګه ګوري.» (العربیهنېټ، د ۲۰۲۶م کال د اګسټ ۱۸مه)
دا ټول موارد ښيي چې امریکا د دغه تړون تر شا ولاړه ده او دغه تړون د ټرمپ لپاره یوه بریا ګڼل کېږي. ځکه خو، امریکا دغه درې واړه له ځان سره همغږي دولتونه په حرکت راوستي دي، ترڅو له هغوی څخه پر ایران د فشار د یوې غیرمستقیمې وسیلې په توګه کار واخلي.
۷. همداراز، ترکیه د ناټو غړې ده او د امریکا په ګډون د هغې د غړو دفاع ته ژمنه ده. ایا ممکنه ده چې دغه دولت د خپلو ژمنو خلاف عمل وکړي؟ بلکې ترکیه به امریکا ته د خپلې وفادارۍ په چوکاټ کې عمل وکړي. له همدې امله، د ترکیې ولسمشر اردوغان په دغه ائتلاف کې د درزونو د رغولو لپاره، په ځانګړي ډول د امریکا او اروپا ترمنځ، ډېرې هڅې وکړې او د هغه د پیاوړتیا لپاره یې کوښښ وکړ. هغه د ۲۰۲۶م کال د اګسټ پر ۷مه او ۸مه په انقره کې د دغه ائتلاف د مشرانو، چې ټرمپ یې په سر کې و، هرکلی وکړ.
اردوغان په هوايي ډګر کې د ټرمپ هرکلی وکړ، وروسته یې د انقرې په ولسمشرۍ ماڼۍ کې تود هرکلی ترې وکړ او د ناټو د مشرانو د غونډې تر پیل مخکې یې ورسره دوهاړخیزه لیدنه وکړه. دغو هرکلیو په ښکاره توګه د دواړو ترمنځ د دوستانه اړیکو ژورتیا ښودله. ټرمپ په دغه سفر کې وویل: «رښتیا درته وایم، که د ناټو غونډه په ترکیه کې نه وای جوړه شوې او که زما ملګری اردوغان، چې ډېر پیاوړی رهبر او ځواکمن شخصیت دی، هلته نه وای، ښايي ما په دې غونډه کې ګډون نه وای کړی».
ټرمپ همداراز د ایران ترڅنګ د نه درېدو له امله د ترکیې د دریځ ستاینه وکړه. نو، له سعودي عرب او پاکستان سره په دغه ائتلاف کې د اردوغان ګډون، امریکا ته د هغه د غلامۍ او د شمالي اتلانتیک د دفاعي تړون «ناټو» پر وړاندې د هغه د ژمنتیا او پابندۍ په چوکاټ کې دی.
۸. له بلې خوا، له تهران څخه خپرې شوې څرګندونې ښيي چې ایران پوه شوی دی چې د ترکیې، پاکستان او سعودي عرب ترمنځ د نوي دفاعي تړون هدف پخپله ایران دی. دغه تړون ته د ایران په لومړي غبرګون کې، د ایران د پارلمان د ملي امنیت او بهرني سیاست د کمېسیون غړي ابراهیم رضايي پر خپله اېکس پاڼه وویل: «سعودیان باید پوه شي چې له ترکیې او پاکستان سره یو کاغذي تړون به د هغوی امنیت تامین نه کړي؛ لکه څنګه چې پر امریکا د لسیزو یو اړخیزه تکیې هم ونه شو کولای، چې هغوی ته دغه امنیت برابر کړي». هغه سعودي ته په خطاب کې زیاته کړه: «خپل سیاستونه بدل کړئ، ترڅو اړ نه شئ چې د امنیت لپاره نورو ته زارۍ وکړئ.» (سياېناېن عربي، د ۲۰۲۶م کال د اګسټ ۷مه)
همداراز ایراني ورځپاڼو پر دغه تړون سختې نیوکې وکړې؛ لکه څنګه چې «القدس العربي» ورځپاڼې د ۲۰۲۶م کال د اګسټ پر ۹مه نقل کړي دي. د ایران د رهبر له دفتر سره تړلې «کیهان» ورځپاڼې د دغه درېاړخیز تړون موخه د یمن له مقاومت، انصارالله، ایران او د مقاومت له محور سره مقابله وبلله. همداراز، سپاه پاسداران ته نږدې «تسنیم» خبري اژانس وویل: «سعودي عرب پر دې له پوهېدو وروسته چې د خپل امنیت د تامین لپاره پر امریکا تکیه بېګټې ده، د خپلې ستراتیژۍ د بدلولو پر ځای یې د «امنیت پېرلو» سیاست پراخ کړی او د مکې د درېاړخیز تړون له لارې ترکیې او پاکستان ته د پیسو په لېږدولو هڅه کوي چې ځان د مقاومت جبهې د غبرګونونو پر وړاندې خوندي کړي.»
دا د دغو درېیو دولتونو ترمنځ د دغه تړون د موخو په اړه د ایران لیدلوری ښيي؛ یعنې د تهران له نظره، دغه تړون یوه داسې وسیله ده چې امریکا یې پر ایران د فشار راوړلو لپاره کاروي.
۹. اصل دا دی چې ترکیه، سعودي عرب، پاکستان او نورې اسلامي خاورې باید یوه خاوره او یو واحد دولت وي؛ د یوه خلیفه تر واکمنۍ لاندې چې پر هغوی د الله سبحانه وتعالی د کتاب او د هغه د رسول صلی الله علیه وسلم د سنتو له مخې حکومت وکړي؛ نه دا چې جلا جلا دولتونه وي، له یو بل څخه خپلواک وي او د استعمارګرو دولتونو د ګټو د تامین لپاره سیاسي او پوځي تړونونه وکړي او هغو ائتلافونو ته ورګډ شي چې استعمارګرو دولتونو جوړ کړي دي.
الله سبحانه وتعالی په خپلو محکمو آیتونو کې د هغه سبحانه و تعالی پر رسۍ د منګولو ټینګولو امر کړی دی، له تفرقې او د خاورو له وېشلو او په کوچنیو دولتونو د هغوی له ټوټه کولو څخه یې منع کړې ده؛ همداراز یې د کفارو پیروي او د هغوی د ګټو لپاره کار کول په قطعي ډول حرام کړي دي. دغه راز، د هغه څه پر خلاف حکم کول یې هم حرام ګرځولي چې الله سبحانه وتعالی نازل کړي دي، او دا یې کفر، ظلم یا فسق ـ او یا دا ټول یوځای ـ بللي دي. الله سبحانه وتعالی په خپل عزیز کتاب کې د راشده خلافت د بېرته راتګ وعده کړې ده:
﴿وَعَدَ اللَّهُ الَّذِينَ آمَنُوا مِنْكُمْ وَعَمِلُوا الصَّالِحَاتِ لَيَسْتَخْلِفَنَّهُمْ فِي الْأَرْضِ كَمَا اسْتَخْلَفَ الَّذِينَ مِنْ قَبْلِهِمْ وَلَيُمَكِّنَنَّ لَهُمْ دِينَهُمُ الَّذِي ارْتَضَى لَهُمْ وَلَيُبَدِّلَنَّهُمْ مِنْ بَعْدِ خَوْفِهِمْ أَمْناً يَعْبُدُونَنِي لَا يُشْرِكُونَ بِي شَيْئاً وَمَنْ كَفَرَ بَعْدَ ذَلِكَ فَأُولَئِكَ هُمُ الْفَاسِقُونَ﴾ [نور: ۵۵]
ژباړه: الله سبحانه وتعالی له تاسو څخه هغو کسانو ته چې ایمان یې راوړی او نېک عملونه یې کړي دي، وعده ورکوي چې خامخا به یې په ځمکه کې خلیفه ګان وګرځوي، لکه څنګه چې تر هغوی مخکې کسان یې خلیفه ګان ګرځولي وو؛ او هغه دین به ورته ټینګ او پیاوړی کړي چې د هغوی لپاره یې خوښ کړی دی، او د هغوی وېره به په امن او ډاډ بدله کړي؛ داسې چې یوازې زما عبادت به کوي او له ما سره به هېڅ شی نه شریکوي. او څوک چې له دې وروسته کفر وکړي، همدوی فاسقان دي.
همداراز رسول الله صلی الله علیه وسلم د دغو جبري حکومتونو د زوال خبر ورکړی چې په دغو درېیو دولتونو او نورو اسلامي خاورو کې شته دي او ورپسې یې د خلافت د بېرته راتګ زېری ورکړی او فرمایلي یې دي:
«...ثُمَّ تَكُونُ مُلْكاً جَبْرِيَّةً فَتَكُونُ مَا شَاءَ اللَّهُ أَنْ تَكُونَ، ثُمَّ يَرْفَعُهَا إِذَا شَاءَ أَنْ يَرْفَعَهَا، ثُمَّ تَكُونُ خِلَافَةً عَلَى مِنْهَاجِ النُّبُوَّةِ. ثُمَّ سَكَتَ» (رواه أحمد)
ژباړه: ... وروسته به جبري پاچاهي وي او تر هغه به پاتې وي چې الله سبحانه وتعالی یې وغواړي؛ بیا به یې کله چې وغواړي له منځه یوسي؛ ورپسې به د نبوت پر منهج خلافت وي. بیا رسول الله صلی الله علیه وسلم چوپ شو.
نو خلافت به د الله سبحانه وتعالی په اراده بېرته راګرځي. خو د الله سبحانه وتعالی سنت داسې نه دي چې موږ دې کرار ناست وو، هېڅ اقدام دې نه کوو او له اسمانه دې ملایکې راشي موږ ته دې خلافت قائم کړي؛ بلکې موږ باید هڅه وکړو، کوښښ وکړو، جديت وښيو او په خپلو کارونو کې صداقت او اخلاص ولټوو.
په پایله کې، موږ د الله سبحانه وتعالی د وعدې او د هغه د رسول صلی الله علیه وسلم د بشارت پر تحقق ډاډمنېږو؛ او دا ټول د رسول الله صلی الله علیه وسلم په سیرت کې په څرګند ډول بیان شوي دي. لکه څنګه چې رسول الله صلی الله علیه وسلم عمل وکړ او صحابهوو رضی الله عنهم یې پیروي وکړه، موږ هم باید همداسې وو؛ بیا به له شک پرته د الله سبحانه وتعالی نصرت، د هغه سبحانه وتعالی په مرسته راورسېږي:
﴿وَيَوْمَئِذٍ يَفْرَحُ الْمُؤْمِنُونَ (۴) بنَصْرِ اللَّهِ يَنْصُرُ مَنْ يَشَاءُ وَهُوَ الْعَزِيزُ الرَّحِيمُ﴾ [روم: 4-5]
ژباړه: او په هغه ورځ به مؤمنان (د یوې بلې بریا لپاره) خوشحاله شي... د الله سبحانه وتعالی د نصرت له امله؛ او هغه چې هر څوک وغواړي، نصرت ورکوي؛ او هغه برلاسی او مهربان ذات دی.
۱۴۴۷هـ.ق د ربیعالاول ۵مه
۲۰۲۶م د اګسټ ۱۸مه




