شنبه, ۱۶ ربیع الاول ۱۴۴۸هـ| ۲۰۲۶/۰۸/۲۹م
ساعت: مدینه منوره
Menu
القائمة الرئيسية
القائمة الرئيسية

  •   مطابق  
بسم الله الرحمن الرحيم
د مسلمانانو بې‌کفایته حکام لا هم په خپل ذلت او خیانت کې ډوب دي!

(ژباړه)

په هغې ګډه اعلامیه کې چې یکشنبه د سعودي، قطر، متحده عربي اماراتو، اردن، مصر، ترکیې، پاکستان او اندونیزیا د بهرنیو چارو وزیرانو له لوري خپره شوه، د یهودي رژیم لخوا د غزې په اړه د امریکا د ولسمشر، ډونالډ ټرمپ د طرحې ردول وغندل شول. په اعلامیه کې ویل شوي چې د دې طرحې ردول «مستقیماً هغه پراخې هڅې له ناکامۍ سره مخ کوي، چې ټرمپ په غزه کې د جګړې د پای ته رسولو او د تلپاتې سولې د تحقق لپاره د لازمو شرایطو د برابرولو په موخه کړې دي».

په دې توګه، دغه بې‌کفایته حکام د ټرمپ پر ویاندویانو بدل شوي دي؛ ځکه اوس دوی پخپله د هغه د شومې طرحې مدافعان ګرځېدلي دي؛ هغه طرحه چې موخه یې امریکا او یهودي رژیم ته د دې زمینه برابرول دي چې د غزې خلک له خپلې خاورې کډه کړي او غزه د ټرمپ لپاره پر تفریحي ځای، سیاحتي پروژې او پانګونو بدله کړي.

دغو اتو وزیرانو دا هم هېر نه کړل چې یو ځل بیا د «دوو دولتونو د حل‌لارې» په نامه د زقوم پر ونې د منګولو لګولو ټینګار وکړي. هغوی په خپله اعلامیه کې ټینګار وکړ: «عادلانه، تلپاتې او هر اړخیزه سوله یوازې د دوو دولتونو د حل‌لارې د پلي کولو او د ۱۹۶۷م کال د پولو پر بنسټ، چې پلازمېنه پکې ختیځ بیت‌المقدس وي، د یوه خپلواک او حاکمیت لرونکي فلسطیني دولت د جوړولو له لارې، له نړیوالو قوانینو او د ملګرو ملتونو له اړوندو پرېکړه‌لیکونو سره سم رامنځته کېدای شي».

په دې توګه، لکه څنګه چې امریکا تر دې وړاندې بریالۍ شوه چې «د دوو دولتونو حل‌لاره» په یوه نړیواله غوښتنه او داسې هدف بدله کړي چې د مسلمانانو ټول حکام - سره له دې چې دا حل‌لاره د فلسطین د درې پر څلور برخې د له لاسه ورکولو او یهودو ته یې د سپارلو معنا لري - هڅې او تبلیغ ورته کوي؛ اوس ټرمپ پر دې هم بریالی شوی چې د «سولې» لپاره د یهودي رژیم پياوړې کوونکې او د دغه رژیم د امنیت او هوساینې تضمینوونکې طرحه د حکامو په یوه غوښتنه بدله کړي. دا هغه طرحه ده چې د مقاومت د ډلو پر بې‌وسلې کولو، د مجاهدینو پر تعقیب او د یهودي رژیم د ځواکونو او نړیوالو اشغالګرو ځواکونو لخوا د غزې تړانګې د کنټرول په ترلاسه کولو ولاړه ده؛ تر دې چې حکام نور له امریکا څخه د دې طرحې د عملي کولو او هغې ته د یهودي رژیم د پابندۍ لپاره پر دغه رژیم د فشار راوړلو غوښتنه شرم نه ګڼي؛ بلکې همدا ذلیلانه غوښتنه خپله لاسته راوړنه بولي!

پخوا به ویل کېدل: «نوم یې لوی، کلی یې وران!» اوس هم دغو اتو واړو اړخونو دومره شور جوړ کړ، خو پایله یې بې‌ګټې، بې‌معنی او یوازې کفري خبرې وې!

د دغو اتو «هېوادونو» حکامو پخوا د سوډان، یمن، سوریې، لیبیا، افغانستان، خلیج او نورو سیمو جګړو ته (د کفارو په پلوۍ) د خپلو پوځونو له لېږلو ډډه نه ده کړې. خو فلسطین او غزه نن نه د «دوو دولتونو حل‌لارې» ته په تمه دي او نه د ټرمپ د «سولې» طرحې ته هیله لري؛ بلکې د امت د میلیوني پوځونو حرکت ته سترګې پر لار دي، ترڅو د هغوی نصرت وکړي او خاوره یې له یهودو پاکه کړي. الله سبحانه وتعالی فرمایي:

﴿يَا أَيُّهَا الَّذِينَ آمَنُوا قَاتِلُوا الَّذِينَ يَلُونَكُمْ مِنَ الْكُفَّارِ وَلْيَجِدُوا فِيكُمْ غِلْظَةً وَاعْلَمُوا أَنَّ اللَّهَ مَعَ الْمُتَّقِينَ﴾ [التوبة: ۱۲۳]

ژباړه: اې هغو کسانو چې ایمان مو راوړی! د هغو کفارو پر وړاندې وجنګېږئ چې تاسو ته نږدې دي (او تاسو ګواښي) او هغوی باید په تاسو کې سختي (او ځواک) ومومي؛ او پوه شئ چې الله له متقیانو سره دی».

د حزب‌التحریر مرکزي مطبوعاتي دفتر

د صدور ګڼه: ۱۴۴۸هـ.ق /۳۰

۱۴۴۸هـ.ق، د ربیع‌الاول ۵مه

۲۰۲۶م د اګسټ ۱۸مه

نظر ورکړئ

back to top

اسلامي خاورې

اسلامي خاورې

غربي هېوادونه

ټول لینکونه

د پاڼې برخې