- مطابق
(ژباړه)
د محمد امین ځواب
پوښتنه:
السلام علیکم ورحمت الله وبرکاته!
زموږ محترم امیر صاحب! غواړم لاندې پوښتنه مطرح کړم: په قرآن کریم او د رسول الله صلی الله علیه وسلم په احادیثو کې د «قلب» او «قلوب» کلمې ډېر ځله د تفکر او فکر کړلو له عمل سره په ارتباط کې کارول شوې دي، د بېلګې په توګه الله سبحانه وتعالی فرمایي:
﴿أَفَلَمْ يَسِيرُوا فِي الْأَرْضِ فَتَكُونَ لَهُمْ قُلُوبٌ يَعْقِلُونَ بِهَا﴾ [حج: 46]
ژباړه: ایا هغوی په ځمکه کې نه دي ګرځېدلي، ترڅو داسې زړونه ولري چې حقیقت پرې درک کړي؟
ولې داسې ده؟ ایا د تفکر او فکر کړلو مرکز مغز له هغو واقعیتونو سره یوځای نه دی، چې د حواسو له لارې درک کېږي، لکه څنګه چې موږ په حزب کې زده کړي دي؟ په حقیقت کې، دا موضوع له علمي نظره هم ثابته شوې ده. پر همدغه اساس، د فکر کړلو له پروسې سره په تړاو د «قلب» او «قلوب» پر کلمو څنګه باید وپوهېږو؟
له دې امله چې زما پوښتنې ته د ځواب ویلو لپاره وخت ورکوئ، الله سبحانه وتعالی دې تاسو ته خیر درکړي!
ځواب:
وعلیکم السلام ورحمة الله وبرکاته!
د «قلب» کلمه په اصل کې هغه پېژندل شوي غړي ته کارول کېږي، چې د انسان په بدن کې شته... خو دا د دې کلمې یوازینۍ معنا نه ده؛ بلکې «قلب» په نورو معناګانو هم کارول کېږي، چې یوه له هغو څخه عقل دی. پر دې معنا له قرینو (نښو) او د کلام له سیاق څخه پوهېدلی شو.
۱. د ابن منظور افریقي مصري په «لسان العرب» کې راغلي: «قلب د فؤاد د غوښې یوه ټوټه ده، چې د زړه په لوی رګ پورې تړل شوې ده. ابن سیده وایي: قلب همغه فؤاد دی او یوه مذکره کلمه ده؛ لحیاني هم په صراحت سره همدا خبره کړې ده؛ جمع یې «أَقْلُب» او «قُلوب» راځي چې لومړۍ بڼه یې له لحیاني څخه نقل شوې ده.
الله سبحانه وتعالی په دې اړه فرمایي:
﴿نَزَلَ بِهِ الرُّوحُ الْأَمِينُ عَلَى قَلْبِكَ﴾ [شعراء: 193]
ژباړه: روح الامین هغه نازل کړی دی.
زجاج ویلي دي: معنا یې دا ده چې جبرائیل علیه السلام دا پر تا نازل کړ، بیا ستا زړه دا واخیست او پکې ځای پر ځای شو؛ په داسې ډول چې هېڅکله به یې هېر نه کړې.
کله نا کله د «قلب» کلمه د عقل په معنا هم کارول کېږي. فرّاء د الله سبحانه وتعالی د دغه قول په اړه:
﴿إِنَّ فِي ذَلِكَ لَذِكْرَىٰ لِمَنْ كَانَ لَهُ قَلْبٌ﴾ [ق: 37]
ژباړه: په دې کې د هغه چا لپاره تذکر دی چې عقل لري.
ویلي یې دي: یعنی د هغه چا لپاره چې عقل ولري. فراء وایي: په عربي ژبه کې دا جایز ده چې وویل شي: «ما لَكَ قَلْبٌ؟»؛ یعنی ولې عقل نه لرې؟ یا وویل شي: «ما قَلْبُكَ مَعَكَ»؛ یعنی ستا عقل له تا سره نشته او همدا راز وایي: «أَيْنَ ذَهَبَ قَلْبُكَ؟»؛ یعنی ستا عقل چېرته تللی؟ بل چا ویلي: له ﴿لِمَنْ كَانَ لَهُ قَلْبٌ﴾ څخه مراد هغه څوک دی چې د پوهې او تدبر خاوند وي.
همدارنګه له رسول الله صلی الله علیه وسلم څخه روایت دی چې فرمايي:
«أَتَاكُمْ أَهْلُ الْيَمَنِ، هُمْ أَرَقُّ قُلُوباً وَأَلْيَنُ أَفْئِدَةً»
ژباړه: د یمن خلک تاته راغلي؛ هغوی نرم زړونه او فؤاد یې ډېر مهربانه دي.
په دغه حدیث کې «قلوب» په رقت او «افئده» په نرمۍ توصیف شوي او داسې ښکاري چې د «قلب» کلمه د کارولو له پلوه د «فؤاد» په پرتله خورا ځانګړې معنا لري...»
۲. د جوهري په «الصحاح في اللغة» کتاب کې راغلي: قلب، همغه فؤاد دی او کله کله د عقل په معنا هم کارول کېږي. فراء د الله سبحانه وتعالی د دغه قول په اړه چې هغه سبحانه وتعالی فرمایي:
﴿إِنَّ فِي ذَلِكَ لَذِكْرَىٰ لِمَنْ كَانَ لَهُ قَلْبٌ﴾ [ق: 37]
ژباړه: په دې کې هغه چاته تذکر دی چې عقل لري.
ویلي یې دي: یعنی هغه څوک چې عقل ولري...»
۳. د فیروزآبادي په «القاموس المحیط» کې راغلي: «قَلَبَهُ يَقْلِبُهُ؛ یعنی هغه یې له خپل لوري او حالت څخه واړاوه؛ لکه «أَقْلَبَهُ» او «قَلَّبَهُ». همدارنګه فؤاد ته د رسېدو په معنا هم راغلی دی او کله چې د یو شي په اړه وویل شي «قَلَبَهُ»، یعنی هغه یې واړاوه راواړاوه او له یوه لوري بل لوري ته یې واړاوه... «قلب» د فؤاد په معنا، یا له هغه څخه د اخصې (ځانګړې) معنا په توګه او همدارنګه د عقل، خالص او د هر شي د مغز/جوهر په معنا راغلی دی... په پېښ (ضمې) سره «قُلب»، د ښځې د لاس بند او د سپین مار په معنا هم کارول شوی دی...»
هیله لرم چې همدا اندازه بسنه وکړي او الله سبحانه وتعالی خورا پوه او حکیم دی.
ستاسو ورور عطاء بن خلیل ابوالرشته
۱۴۴۸هـ.ق د صفر ۳۰مه
۲۰۲۶م کال د اګېست ۱۳مه
ژباړه: بهیر «ویاړ»




